د لاس رسي وړ اتصالات

ازبکستان افغانستان ته د صادراتي برښنا قرارداد د ۲۰۲۲ کال تر پای پورې تمدید کړ


د افغانستان برښنا شرکت وايي، د افغانستان او ازبکستان د برښنا تړون تر ۲۰۰۲ میلادي کال تر پای پورې وغزول شو.

د افغانستان برښنا شرکت نن جمعه ډسمبر ۳۱ (مرغومې نهمه) ویلي چې یاد تړون د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس حافظ محمد امین او د ازبکستان د برېښنا ملي شرکت رئیس دادا جان ایساکولوف ترمنځ لاسلیک شو.

د برښنا شرکت په اعلامیه کې راغلي: "ياد تړون په یو کال کې ۲ میلیارد کیلوواټ ساعت برېښنا دى، چې د هغې ټولییز قيمت به شاوخوا ۱۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي."

د یاد شرکت د معلوماتو په اساس د دغه سفر په لړ کې د سرخان پلخمري د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزې پروژې په اړه چې تېر کال لاسلیک شوې وه هم بحث او خبرې وشوې.

د برښنا شرکت ویلي چې د «اسلامي امارت» پلاوي ازبکستان ته د همکارۍ ډاډ او د درول شویو پروژو د کار د پیل لپاره يې د امنیت ټینګښت او نورو برخو کې چمتوالی څرګند کړ.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د افغانستان برښنا شرکت وویل چې له ازبکستان څخه افغانستان ته وارداتي برښنا د تخنیکي ستونزو له امله ۵۰ سلنه کمه شوې وه.

یاد شرکت وروسته وویل چې دغه تخنیکي ستونزه بیرته هواره شوې ده.

بلخوا د افغانستان د برښنا شرکت روانه اونۍ له تاجکستان سره هم د وارداتي برښنا تړون غزولو خبر ورکړ.

​د افغانستان د برښنا شرکت د معلوماتو په اساس یاد قرارداد د افغانستان د برښنا د عمومي اجرائیوي رئیس حافظ محمد امين او د تاجکستان د برق تاجک شرکت د رئیس اسماعيل زاده ترمنځ د دوه ورځنیو مذاکراتو په ترڅ کې لاسليک شو.

افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردوي، او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه نوره برښنا له خپلو داخلي منابعو څخه تولیدوي.

د افغانستان برښنا شرکت له ازبکستان نه ۴۶۰ میګاواټه برېښنا اخلي چې ۳۰۰ میګاواټه یې یوازې د کابل لپاره ځانګړې شوې ده.

د وارداتي برېښنا کې د ستونزو له کبله اوس مهال یوازې له کورنیو سرچینو څخه ګټه اخیستل کیږي چې ټول ټال ۹۴ میګاواټه د نغلو، ۲۲ میګاواټه سروبي، ۴۰ میګاواټه د ماهیپر او ۵۰ میګاواټه د تره خېلو حرارتي دستګاه څخه برابریږي.

په افغانستان کې د برېښنا نشتوالی له جدي ستونزو څخه ګڼل کیږي چې لا هم ګڼ لوی ښارونه په نور مال ډول برېښنا نه لري.

XS
SM
MD
LG