د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او تاجکستان د وارداتي برښنا د تمدید تړون لاسلیک کړ


د افغانستان برښنا شرکت وايي، د افغانستان لپاره د تاجکستان د وارداتي برښنا تړون د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پای پورې وغزول شو.

د افغانستان د برښنا شرکت نن دوشنبه ډسمبر ۲۷ (مرغومې شپږمه) ویلي چې یاد قرارداد د افغانستان د برښنا د عمومي اجرائیوي رئیس حافظ محمد امين او د تاجکستان د برق تاجک شرکت د رئیس اسماعيل زاده ترمنځ د دوه ورځنیو مذاکراتو په ترڅ کې لاسليک شو.

د برښنا شرکت ریاست ویلي، هغه قرارداد چې د روان کال جولای څخه تر ډسمبر پوري د سياسي تحولاتو له امله د ځنډ سره مخ شوی و، هم لاسليک شو.

د افغانستان د برښنا شرکت د معلوماتو په اساس په یادو مذاکراتو کې د انرژۍ سکتور په هر اړخيزو منطقوي او انکشافي پروژو لکه کاسا ۱۰۰۰ او د نوي ۵۰۰ کیلو ولټه لین پر جوړولو باندي هر اړخیز بحثونه کړي دی.

برښنا شرکت زیاته کړې چې یاد بحثونه به له ځانه سره په نږدې راتلونکي کي زيات مثبت نتايج ولري.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي چې د «اسلامي امارت» پلاوي تاجک لوري ته د ګډو همکاريو ډاډ ورکړی او د درېدلو پروژو د بيرته پیل لپاره یې د امنيت د تامين او نورو برخو کی اماده ګي وښودله.

افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردوي، او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه نوره برښنا له خپلو داخلي منابعو څخه تولیدوي.

د افغانستان برښنا شرکت له ازبکستان نه ۴۶۰ میګاواټه برېښنا اخلي چې ۳۰۰ میګاواټه یې یوازې د کابل لپاره ځانګړې شوې ده.

د وارداتي برېښنا کې د ستونزو له کبله اوس مهال یوازې له کورنیو سرچینو څخه ګټه اخیستل کیږي چې ټول ټال ۹۴ میګاواټه د نغلو، ۲۲ میګاواټه سروبي، ۴۰ میګاواټه د ماهیپر او ۵۰ میګاواټه د تره خېلو حرارتي دستګاه څخه برابریږي.

په افغانستان کې د برېښنا نشتوالی له جدي ستونزو څخه ګڼل کیږي چې لا هم ګڼ لوی ښارونه په نور مال ډول برېښنا نه لري.

XS
SM
MD
LG