د لاس رسي وړ اتصالات

د ازبکستان د اسلامي تحریک مشر په فاریاب کې وژل شوی – دفاع وزارت


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ازبکستان د اسلامي تحریک مشر عزیز یولداش په فاریاب کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې عزیز یولداش د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ په حاجي سعیدګل کلي کې وژل شوی دی، خو د کره وخت په اړه یې څه نه دي ویلي.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په دغو عملیاتو کې د ازبکستان د اسلامي تحریک د مشر عزیز یولداش زوی هم ټپي شوی دی.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي: "عزیز یولداش په شمالي ولایتونو کې په ځانګړي ډول په فاریاب کې په ناامنیو، تروریستي فعالیتونو او زموږ د هېوادوالو په وژلو کې مهم رول درلود".

عزیز یولداش د شرقي ترکستان د اسلامي غورځنګ د مشر طاهر یولداش زوی دی. طاهر یولداش په ۲۰۰۹ کال کې په پاکستان د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو.

له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي و چې د استخباراتي اطلاعاتو په اساس طالبانو له بهرنیو تروریستي ډلو په ځانګړي ډول القاعده شبکې، لشکر طیبه، شرقي ترکستان، د ترکستان اسلامي تحریک او نورو ډلو سره خپلې اړیکې زیاتې کړې دي.

XS
SM
MD
LG