د لاسرسي ځای

تازه خبر

تامس وېسټ: امریکا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت په اړه ژوره اندېښنه لري


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس وېسټ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره د لیدو پر مهال - پخوانی انځور.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس وېسټ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره د لیدو پر مهال - پخوانی انځور.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس وېسټ وايي، امریکا په افغانستان کې د یوشمېر ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه "ژوره اندېښنه" لري، خو طالبان دا ادعا ردوي او پروپاګند یې بولي.

وېسټ د سېپټېمبر پر ۲۸مه د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز یوې غونډې ته وویل، د القاعدې پخواني مشر ایمن الظواهري د جولای پر ۳۱مه د امریکا په ډرون برید کې تر وژنې مخکې، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په پلازمېنه کې له ازادۍ برخمن وو.

نوموړي د یوشمېر وسله والو ډلو نومونه واخیستل او و یې ویل چې هغه ډلې په افغانستان کې فعال حضور لري چې واشنګټن یې اندېښمن کړی دی. "موږ د هند په نیمه وچه کې د القاعدی په اړه اندېښمن یو. دغه شان د جیش محمد، لشکر طیبه، انصارالله او یو لړ نورو ترهګرو ډلو په اړه چې لا هم په افغانستان کې فعال حضور لري، جدي اندېښنه لرو."

وېسټ وویل، دوی چمتو دي چې له طالبانو سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې عملي خبرې وکړي. "تر برید وروسته موږ د طالبانو له مشرانو سره په اړیکه کې يو او واضح وایم چې تر دې پېښې وروسته هم موږ چمتو یو چې د ترهګرۍ اندېښنو په اړه عملاً له طالبانو سره ښکېل پاتې شو."

طالبانو مخکې په افغانستان د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید غندلی خو ویلي یې دي چې له هغه ځایه یې د هېچا مړی نه دی ترلاسه کړی او په دې اړه یې پلټنې دوام لري.

هغه امریکایي چارواکی ادعا کوي چې د دې وضعیت د دوام په صورت کې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې احتمال شته.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس وېسټ په طالبانو کې د دوو ډلو موجودیت خبره هم وکړه او و یې ویل چې طالبان له واشنګټن سره د سولې د خبرو پر مهال هم یوه خوله نه ول، یوې ډلې یې په قطر کې خبرې کولې خو تصمیم نیوونکې ډله یې په کوټه کې وه. "یوه ډله افراد ول چې له موږ سره یې په قطر کې خبرې کولې او بله ډله یې په کوټه کې ناسته وه چې پرېکړه وکړي چې ایا په مذاکراتو کې د حل جدي لارې ولټول شي که نه."

وېسټ زیاته کړه چې بالاخره "د کوټې ډله بریالۍ شوه او د زور له لارې یې واک ترلاسه کول غوره او عملي کړل."

خو طالبانو په تېره کې دا ډول ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې یوه واحده ډله ده. امریکا د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۲۹مه له طالبانو سره د سولې موافقه وکړه او څه باندې یو نیم کال وروسته هغوی د کابل په نیولو واک ته ورسېدل.

د طالبانو دریځ

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه د وېسټ څرګندونو ته په ځواب کې مشال راډیو ته وویل چې د نوموړي څرګندونې له واقعیته لیرې دي.

ده د سېپټېمبر پر ۲۹مه وویل، "موږ دا ادعا ردوو دا واقعیت نه لري، په هېواد کې هېڅ بهرنی تنظیم وجود نه لري. کوم نومونه چې یاد شوي دا بالکل خیالي دي او د ځینو مغرضو کړیو د پروپاګند له امله یادېږي، موږ نه د چا حضور ته اجازه ورکوو او نه ورته اړتیا ده. اسلامي امارت پر ټول هېواد کنټرول لري."

مجاهد دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې د ظواهري تر وژنې وروسته د امریکا په ګډون یوشمېر هېوادونو او سازمانونو د طالبانو حکومت له القاعدې ډلې سره د "ټینګو اړیکو" په لرلو تورن کړ، خو هغوی دا تور ردوي.

د اسلام اباد او دوشنبې اندېښنې او د طالبانو ځواب

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د سېپټېمبر پر ۲۳مه د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې کلنۍ غونډې ته په وینا کې ویلي ول چې القاعده، اسلامي دولت (داعش)، تحريک طالبان پاکستان او نورې نړیوالې ترهګرې ډلې په افغانستان کې"خوندي ځايونه" لري. په عین وخت کې ورته خبرې د پاکستان بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم وکړې.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر هم په هغه غونډه کې ورته اندېښنې وښوولې خو طالبان په افغانستان کې د وسله والو ډلو موجودیت او فعالیت ردوي.

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو مرستيال وزير شېر محمد عباس ستانکزي د شریف د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې پاکستان دې "پر افغانانو" سياست او "تجارت نه کوي."

ستانکزي د سېپټېمبر پر ۲۷مه په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې وويل چې پاکستان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په داسې يو حالت کې دی چې نړۍ ورته "قرض هم نه ورکوي."

د هغه په وينا، وزيراعظم شهباز شريف دې د پيسو ترلاسه کولو او نړيوالو ته د خپل ځان سپينولو لپاره، نه د افغانستان نوم کاروي او نه دې پرې تجارت کوي. "پاکستان که اقتصادي مشکلات لري او حلول یې غواړي. هغه دې له نورو لارو حل کړي. پر افغان ولس او افغانستان دې تجارت نه کوي."

د ستانکزي تر څرګندونو وروسته په کابل کې د پاکستان د سفارت شارزدافېیر یا ناظم الامور اسد عباس د سېپټېمبر پر ۲۸مه په یوه بیان کې وویل چې د کابل او اسلام اباد د اړیکو په اړه باید د یوې وینا پر اساس قضاوت و نه‌ شي.

عباس زیاته کړې ده چې د دواړو هېوادونو مشران دې له رسمي لارو له یو بل سره اندېښنې شریکې کړي او دا چې وزیراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو غونډې ته په وینا کې د افغانستان د کنګل شویو زېرمو پر ازادولو ټینګار وکړ او له نړیوالې ټولنې څخه یې له هغه هېواد سره د اربونو ډالرو د مرستو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG